پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

خبريالانو ته د ملا داد الله ګواښ

١٥ سنبله ١٣٨٥

» افغان ايركا

پياوړي طالب قوماندان ملا داد الله خبريالانو ته ګواښ کړى که د دوى په اړه ناسم راپورونه خپاره کړي کېداى شي په نښه کړاى شي. ملا داد الله د رسنيو په هغه چلند باندې غوسه و چې وايي د امريکايي او ناټو ځواکونو هره خبره د خبريالانو له لورې بې له کوم ثبوت او رښتينولۍ منل کېږي، خو د پېښو په اړه د طالبانو خبرې ته بيا هومره پام نه کېږي. اسوشيټد پريس او ځينې نورو خبري اژانسونو ته په ټيليفوني تماسونو کې ملا دادالله خبريالان وګواښل که د دوى په اړه د تلفاتو ناسمې شمېرې خپرې کړي کېداى شي طالب جنګيالي يې په نښه کړي. د هغه په وينا دا د طالبانو اسلامي حق دى چې دا ډول خبريالان او رسنۍ له منځه يوسي.



د طالب مشر دا خبرې په ښکاره د رسنيو هغو راپورونه ته غبرګون دى چې د اونۍ په سر کې يې د ناټو ځواکونو له خولې د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې د څه باندې ٢٠٠ طالب جنګياليو د وژلو خبر خپور کړ. ملا داد الله په ټينګار سره وويل چې حتى لس تنه طالبان هم په دې جګړه کې نه دي وژل شوي او دا چې بهرنيو ځواکونو ټول ملکي وګړي وژلي دي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ناټو ځواکونه وننګولو چې که يې رښتيا په دومره لوى شمېر جنګيالي وژلي وي رسنيو ته خو دې يو څو مړي وروښيي. په کندهار کې د طالبانو د تلفاتو په اړه د ناټو ځواکونو او په کابل کې د دفاع وزارت هم سره يوه خوله نه دي. تېره ورځ د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي د پنجوايي او ژېړۍ ولسواليو په روانو پوځي عملياتو کې د طالبانو د مړينو ټول ټال شمېره ٨٩ وښوده. دا عمليات افغان او ناټو سرتېري په ګډه سره پر مخ بيايي. له سيمې څخه اوسېدونکو او عيني شاهدانو رسنيو ته په عملياتو کې د ګڼ شمېر ملکي خلکو د وژنې خبر ورکړى. په يادو شوو ولسواليو کې د ګاډو، بايسکلونو او په هر ډول ټرانسپورټي اسانتياوو باندې بنديز لګېدلى او کليوال نه شي کولاى له يو ځايه بل ځاى ته وخوځېږي. په سيمه کې د ملي پخلاينې د کمېسون چارواکو هم په کندهار کې د لږ تر لږه شل ملکي وګړو د مرګ پخلى کړى دى. خو د کندهار والي اسد خالد او د ناټو ځواکونه د ملکي تلفاتو خبره نه مني.



په تېره يوه مياشت کې په کونړ، پکتيکا، کندهار او ځينې نورو ولايتونو کې بهرنيو ځواکونو ګڼ شمېر ملکي وګړي وژلي، او بيا يې انکار کړى. په دې پېښو کې ولسمشر کرزي د ملکيانو په وژنه خواشينۍ ښودلې، مرستې يې ور لېږلې او ټاکل شوي کمېسونونو يې په ډاګه اعلان کړى چې وژل شوي کسان کليوال دي، خو بهرنيو ځواکونو د يو "خپلواک" هېواد د ولسمشر خبره هم هسې بابېزه ګڼلې او ټينګار يې کړى چې دوى ملکي وګړي نه دي وژلي. د چاودنو، بريدونو او عملياتو د تلفاتو په اړه راپور ورکونه تل له سرخوږي ډک کار و بار دى. خبريالان ډېر ځله مجبور وي هغه څه چې ښکېل لورې يې ورته وايي کټ مټ خپاره کړي. اوس ډېر خبريالان په دې پوه شوي چې دواړه لوري، بهرني ځواکونه يا حکومت او هم طالبان، د پېښو اصلي بڼه له رسنيو څخه پټوي. هغه خبريالان چې په سيمه کې کار کوي پوهېږي چې د ټلوالې يا ناټو ځواکونو ادعاګانې، په تېره بيا د خپلو تلفاتو د شمېرو يا د دوى د عملياتو د قربانيانو په اړه، څومره رښتيا دي. که خبريال خپله د کليوالو د مړيو سر ته ولاړ هم وي، بهرني ځواکونه وايي چې هغه کليوال نه بلکې جنګيالي دي. که خبريال په خپلو سترګو وويني چې د چاودنې په صحنه کې څو تنه بهرني سرتېرې مړه پراته دي، خو د دوى ځواکونو خبرپاڼه بيا څو شېبې وروسته يواځې د څو سرسري ټپيانو خبر ورکوي.



رسنۍ ځکه د طالب جنګياليو ويناوو ته ادعا وايي او دومره ارزښت نه ورکوي، چې د حکومت او بهرنيو ځواکونو پر خلاف د هغوى ډاګيز شتون او قانوني واکمني نه ليدل کېږي. خو ډېر ځله طالبانو د خپله خبرو د ثبوت لپاره پوره شواهد وړاندې کړي او ويندويانو يې خبريالانو ته بلنه ورکړي چې سيمې ته ولاړ شي او حقايق په خپلو سترګو وګوري. له بل لورې، کله چې په ډېر ښکاره ډول بهرني ځواکونه د واقعيتونو له منلو څخه انکار کوي آن چې د هېواد د ولسمشر د درواغجنولو تر کچې په خپلو ادعاوو ټينګار کوي، پر هغوى باندې څنګه خبريالان باور کولى شي؟ ولې هغوى ته د ادعا تورى نه کاروي؟



رسنيو ته د ملا داد الله ګواښ د طالب جنګياليو په منځ کې د هغې غوسې ښکارندويي کوي چې، د دوى په وينا، د خبريالانو د نارښتينې راپورونو لامله رابرسېره شوې ده. د طالبانو ګواښ به عملي بڼه ولري يا به هسې خبريالانو ته د يادونې په توګه د رښتيتولۍ پر لورې د دوى پام راګرځوي. خو د طالبانو د مخالف لورې له خوا ګواښ بيا د وېرولو لپاره نه بلکې ډېر ځله د حقيقت پټونې لپاره آن د خبريالانو د وژلو تر هڅې پورې رسېږي. تېره مياشت په کندهار کې چې کله يوه ډله خبريالانو هڅه وکړه د يوې زورورې چاودنې سيمې ته ننوځي، چېرته چې لږ تر لږه څلور کاناډايي سرتېري وژل شوي وو، د ناټو ځواکونو په هغوى بې درېغه ډزې پيل کړې او د خبريالانو په ترهولو سربېره يې دوه تنه عادي وګړي ووژل. دوى د خپلو سرتېرو د وژنې خبره هم ونه منله، خو د سيمې له ځايه عيني شاهدانو د بهرنيو سرتېرو د څلورو جسدونو خبره کوله. ناټو ځواکونو پر خبريالانو هوايي نه، بلکې مخامخ ډزې کولې تر څو د خپلو مړينو شمېره پټه وساتي او حقيقت ښکاره نه شي. طالبان ښايي استدلال وکړي چې خبريالان خپلو مسلکي ارونو ته ژمن نه دي او د ناپلوي د نه ساتلو لامله کېداى شي هغوى، د طالبانو په اند، پړه وبلل شي. خو، د ناټو ځواکونو د ګواښ لپاره يواځينۍ توجيه داده چې رښتيا له خلکو څخه پټ وساتل شي. دا د طالبانو د شفاهي ګواښ او د بهرنيو ځواکونو د عملي ګواښ تر منځ توپير دى.



بالا