پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

دبرتانيې دبهرنيو چارو وزيره په ناڅاپي توګه عراق ته رسېدلې

١٥ سنبله ١٣٨٥

» افغان ايركا

استانبول ( جلال ) : دبرتانيې دبهرنيو چارو وزيره مارګرټ بکت په ناڅاپي توګه عراق ته رسېدلې. مېرمن بکت نن په داسې حال کې چې وړاندې يې دسفر په اړه هيځ نه و ويل شوي بغداد ته رسېدلې.
نوموړې عراق ته دخپل سفر په باب ويلي دابه په دغه هيوادکې دامنیتي او اقتصادي مسايلو په باب له عراقي چارواکيو سره خبرې اترې کوي.
نوموړې په دغه هيواد کې دجنګ جګړو او دمخالفينو لخوا پر عراقي او بهرنيو پوځيانو دبريدونو په اړه خواشيني څرګنده کړې،نوموړې وايي که څه هم په دغه هيواد کې دمخالفينو پوځي حرکتونه روان دي خو دتېر يوکال په موده کې چې په عراق کې ټول ګونديز جمهوري دولت رامنځته شوی داپخپله دخوښۍ وړ خبره ده.
دکتونکو په نظر ښايي مېرمن بکت له عراقي چارواکيو سره په دوو مهمو مسلو خبرې وکړي؛ يو دا چې برتانوي پوځيان به ترکومې په دغه هيواد کې پاتې کېږي،اوبله داچې عراقي پوځيان څومره تياری لري چې دعراق په بېلابېلو سيمو کې دبرتانوي پوځيانو پرځای ځای پرځای کړل شي.
وروسته له هغې چې نوموړې تېره مياشت دبرتانيې دبهرنيو چارو دوزيرې په توګه ټاکل شوې دا عراق ته دنوموړې لومړنی سفر دی چې ترسره کوي يې.



بالا