پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

پيوټين په دوه ورځني سفر جنوبي افریقاته رسېدلی

١٥ سنبله ١٣٨٥

» افغان ايركا

دروسيې ولسمشر ولاديمير پيوتين په يو دوه ورځني سفر دجنوبي افريقا پلازمېنې پروتريا ته رسېدلی. پيوتين به په دغه هيوادکې د دوو ورځو لپاره تم کېږي،نوموړی به له خپل افريقايي سيال تابو امبکي سره سره ليده کاته کوي، له پوتين سره یولوړپوړی دولتي پلاوی هم ملګری دی،له نوموړي سره په دغه پلاوي کې پر لوړ پوړو دولتي چارواکيو سربېره يوشمېر روسي سوداګر هم ملګري دي. دوی به ددواړو هيوادونو ترمنځ دسياسي اړيکو،سوداګرۍ او نورو څانګو کې دلاپراختيا په باب خبرې وکړي.
ويل کېږي چې روسيه غواړي په جنوبي افريقا کې دالماسو په ګډون دنورو قدرتي زېرمو په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
دالومړی ځل دی چې دروسيې کوم ولسمشر دغه هيواد ته سفر کوي.



بالا