پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

هرات ولايت کې دوه سوه اويا ښوونځي پرانستل شوي

١٥ سنبله ١٣٨٥

» افغان ايركا

امين : دتېر يو کال په موده کې دهرات ولایت په مرکز و ولسواليو کې د ۲۷۰ ښوونځيو ورونه پرانستل شوي. دهرات ولايت دښوونې و روزنې رياست سرچينو ويلي په دغه شمېر ښوونځيو کې ځينې پخواني ښوونځي دي چې بيا رغول شوي؛خو ډېری يې نوي جوړ شوي.
دغه سرچينه وايي څه موده وړاندې په شينډنډ کې د ۸۲ زره امريکايي ډالرو په لګښت دوه ښوونځي پرانستل شول،چې دامهال ۲۴۰۰ تنه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي، سرچينه وايي ياد شوي دواړه ښوونځي، چې دusaid په مالي مرسته جوړشوي دجوړولو ټولې چارې يې د ظفر قول اردو دسرتېرو لخوا ترسره شوي.
ديوبل خبر له مخې څو ورځې وړاندې دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې ديوتن ځايي وګړي په مالي لګښت يوښوونځی چې په يو جريب ځمکه کې جوړ شوی پرانستل شو.
دهرات ولايت دښوونې و روزنې رياست مسوولين وايي په داسې حال کې چې په تېر يو کال کې په دغه ولايت کې ۲۷۰ ښوونځي پرانستل شوي خو بيا هم ددغه ولايت زده کوونکي دټولګيو او په ځينې سيمو کې دښوونځيو دنشتوالي له ستونزو سره مخ دي.



بالا