پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

د پاکستان دولت او طالبانو د سولې پريکړه ليک لاسليک کړ

١٥ سنبله ١٣٨٥

» افغان ايركا

د پاکستان دولتې چارواکو په شمالې وزيرستان کې له ځايي طالبانو سره د سولې پريکړه ليک لاسليک کړ.

په دغه پريکړه ليک کې له طالب پلوو جنګياليو څخه غوښتل شوي چې دوی دې بهرني جنګيالي له سيمې څخه وباسي او حکومت به يې په بدل کې په دغو سيمو کې د خپلو پوځونو شمېر لږ کړي .

په پريکړه ليک کې حکومت ژمنه کړې چې پر دغو سيمو به هوايې او ځمکني بريدونه ودروې .سيمه ييزو جنګياليو هم ژمنه کړې چې بهرنيو جنګياليو ته به په سيمه کي ځای نه ورکوي او نه به پر حکومتي ځواکونو بريدونه کوي . په دغو سيمو کې اوس مهال د پاکستان په لسګونو زره سرتېري ځای پر ځاې دی .

په روان کال کې د پاکستاني پوځيانو او دغو جنګياليو تر منځ د نښتو په ترڅ کې په سلګونو تنه وژل شوي دي .




بالا