ناټو نن په پنجوايي کې د لږ تر لږه پنځوسو تنو طالبانو د وژلو خبر ورکوي.
١٥ سنبله ١٣٨٥
» افغان ايركا
(افغان اسلامي اژانس) : په کندهار کې د ناټو د ځواکونو يو تن وياند جګړن انيس (Major Malcolm Innis) نن مازديګر (2006-09-05) د کندهار ولايت د پنجوايي په ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د ناټو او دولتي ځواکونو لخوا د روانو ګډو عملياتو د تازه جزئياتو په هکله افغان اسلامي اژانس ته وويل ( نن (2006-09-05) په پنجوايي کې د پنځوسو (50) څخه تر شپېتو (60) تنو پورې طالبان وژل شوي دي او زيات شمېر لا په يو ځاى کې محاصره دي). هغه زياته کړه چې (عمليات اوس هم دوام لري او تر هغې به روان وي تر څو چې سيمه په بشپړه توګه د طالبانو څخه پاکه شوې نه وي). جګړن انيس په نننيو عملياتو کې د ناټو او دولتي ځواکونو ته د اوښتي ځاني تلفاتو په هکله هيڅ ونه ويل. طالبانو هم تر اوسه پورې د ناټو د دې څرګندونو په هکله څه ندي ويلي.