خوست او پکتيکا کې وسلې ونيول شوې.
١٥ سنبله ١٣٨٥
» افغان ايركا
(افغان اسلامي اژانس) : نن مازديګر (2006-09-05) په کابل کې د ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړاى شو چې (پوليسو پرون (2006-09-04) په خوست کې ديارلس (13) هاوانونه چې وښو په يو پنډ کې پټ کړاى شوي وه ونيول). خبرپاڼه زياتوي چې پرون (2006-09-04) د پکتيکا په ولايت کې هم د پوليسو لخوا يو هاوان کشف او خنثى کړاى شو. د خبرپاڼې له مخې (د دا ډول وسلو نيول کېدل او له منځه وړل کېدل د افغانانو د خطر سره مخ ژوند خوندي کوي او د سخت دريځو لخوا د دوى د وژل کېدو د هڅو څخه يې ساتي).