پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

د پنجوايي د ځانمرګي بريد د شهيدانو او ټپيانو په کورنيو مرستې وويشل شوې.

١٥ سنبله ١٣٨٥

» افغان ايركا

(افغان اسلامي اژانس) : د تفصيلاتو له مخې نن ماسپښين 2006-09-05 د کندهار والي اسدالله "خالد" د يو شمېر چارواکو او د ژورنالستانو د يوې ډلې په ملګرتيا د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ ته لاړ او د اګست په درېمه نېټه د پنجوايي په بازار کې د شوي ځانمرګي بريد له امله د شهيدانو شويو او ټپي شويو خلکو کورنيو ته يې د جمهور رئيس حامد کرزي لخوا اعلان شوې مرستې ورسولې. په کندهار دافغان اسلامي اژانس سيمه ايز همکار وايي چې دغه مرستې لس (10) مليونه افغانۍ وې چې د هر تن شهيد شوي کورنۍ ته دوه دوه لکه او د ټپي شوي تن کورنۍ ته يو يو لک افغانۍ ورکړل شوې. برسېره پر دوى د جمهور رئيس حامد کرزي د هداياتو سره سم هغو خلکو ته هم نغدې مرستې ورکړل شوې چې په دغه ځانمرګي بريد کې يې دوکانونو ته زيان رسېدلى ؤ. د يادونې وړ ده چې د اګست د مياشتې په درېمه نېټه د پنجوايي په بازار کې د يو ځانمرګي بريد له امله يويشت (21) تنه ولسي خلک شهيدان او ديارلس (13) تنه نور ټپيان شول .



بالا