پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

د پاکستان ولسمشر سبا افغانستان ته ځي.

١٥ سنبله ١٣٨٥

» افغان ايركا

(افغان اسلامي اژانس ) : د تفصيلاتو له مخې د هغې بلنې سره سم چې د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي لخوا د اګست په دوهمه نېټه د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف ته د افغانستان د دورې په اړه ورکړل شوې وه جنرال مشرف به سبا (2006-09-06) د يو لوړ پوړي هيئات په مشرۍ کابل ته سفر وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت سرچينو دا خبره تصديق کړې چې جنرال مشرف به سبا د افغانستان په دوه ورځني سفر لاړ شي تر څو د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي سره د ترهګرۍ په ضد د فعاليتونو او د دوه اړخيزې دلچسپۍ په امورو خبرې اترې وکړي. د يادونې وړ ده چې د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز هم په راتلونکې اونۍ کې د افغانستان په سفر تلونکى دى چرته چې به دى د طورخم جلال اباد د لويې لارې پرانسته کوي. دغه لويه لاره د پاکستان په مرسته جوړه شوې ده.



بالا