پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

رمسفيلډ: زابل کې بيا رغاونکې چارې گړندۍ کوو

٢١ سرطان ١٣٨٥

» افغان ايركا

د متحدوايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ د زابل ولايت اوسېدونكو ته ډاډ وركړ چې د امريكا د متحده ايالاتو د ولايتي بيارغونې ياPRT له لوري به د دغه ولايت د سړكونو، روغتيايي كلينيكونو،ښوونځيواو ګڼو نورو بيا رغنيزو چارو لړۍ لانوره توده شي .
د ده په خبره بيارغنيزي چاري به ډېر ژر هغو سيمو ته وغځول شي چې خلک يې دكارونو غوښتنه لري او په امنيت پوښلې دي.

نوموړي دا خبري د زابل ولايت هغو سپين ږيرو ته وكړې چې د ولايتي چارواكو سره يوځاى د يوې غونډي په ډول راغونډ شوي وو.

ښاغلي رمسفلډ په زا بل ولايت كې له شينكۍ او دايي چوپان ولسواليو څخه هم ليدنه وكړه.

دا هغه وسوالۍ دي چې امريكايي سرتيري وركې مېشت دي او وخت ناوخته ترې دجنګ جګړو راپورونه ترلاسه كېږ ي .

زابل يو د افغانستان له هغوولايتونو څخه دى چې تر ټولو ډېر امريكايي سرتيري وركي مېشت دي .

د ډېريو په اند زابل ته د متحدو ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ سفر به ښايي پر بيا رغنيزو چارو ښې اغيزي ولري.

زابل د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دى چې اوسيدونکي يې خورا بې وزلي دي او د بيا رغاونې چارې هم پکې د نور هيواد په پرتله پښه نيولې دي .



بالا