پنجشنبه 18 سنبله 1389  -  الخميس 0 شوال 1431  -  Thurs Sep 09 2010
| خبرونه|   صفحه اول | جستجو | آرشيو اخبار | RSS |

د کندهار چاودنې څلور پوليس وژلي دي

٢٩ جوزا ١٣٨٥

» افغان ايركا

که له يوې خوا په سويل لوېديځو ولايتونو کې د جنګ جګړو، پېښو او چاودنو لړۍ زور اخيستی نو له بلې خوا د دولت او طالبانو له لوري د تبليغاتو د جګړې لمن هم مخ په پراخېدو ده.
دواړه غاړي هڅه کوي چې د خبري رسنيو له لاري ولس ته خپل زور وروښيي، طالبان وايي چې تېره شپه يې د کندهار په شمال کې پر ميانشين ولسوالۍ بريد کړی او پوليسو ته يې پراخه مرګ ژوبله ور اړولې ده .

قاري يوسف احمدي چې ځان د طالبانو وياند بولي ، ټينګار کوي چې د سويل لوېديځو ولايتونو ډېری ليرې پرتې سيمې د طالبانو په ولکه کې دي.

خو د کندهار ولايتي وياند داود احمدي د طالبانو دواړې خبرې ردوي او وايي چې د تېرې شپې په نښته کې د طالبانو مرګ ژوبله زياته ده او دده په خبره د اوو طالبانو مړي ورپاتې دي.

داود احمدي زياتوي چې د تېرې شپې په جګړه کې يوازې يو پوليس وژل شوی او يو زخمي طالب نيول شوی هم دی، نوموړی په سيمه کې د طالبانو شته والى تبليغات گڼي او ټينګار کوي چې په سيمه کې دولت واکمن دی.

له بلې خوا يو ځل بيا په کندهار کې يوې چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله ور واړوله، چاودنه د کندهار هرات پر لويه لار په ميوند ولسوالۍ کې د پوليسو پر موټر وشوه.

چارواکي وايې چې څلور پوليس ورکې وژل شوي او موټر يې له منځه تللی، چاودېدونکي توکي پر بايسکل باندې ځای پر ځای شوي چې د ريموټ په مټ چاودلي دي.

پرله پسې پېښو په سيمه کې د ژوند چاري له ګواښ سره مخامخ کړي دي او سيمه ييز اقتصاد ته يې لوی زيان ور اوښتی او په ښارونو کې د راکړې ورکړې بازار د پخوا په پرتله سوړ شوی دی.



بالا